اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د تحريك انصاف د اطلاعاتو مركزي سېكتر عمر سرفراز چيمه وئيلي دي چې د ميا صاحب د لور لخوا په ناروغې پرله پسې سياست ډېر د افسوس وړ دے٬ د ناروغې او علاج په اړه د ميا صاحب او د هغه د لور دريځ خو هائي كورټ او سپريم كورټ هم رد كړے۔ ده دا خبرې د مريم نواز په خبري كنفرنس تبصره كولو سره وكړې۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم د هداياتو په رڼا كښې وفاقي او صوبائي حكومتونو ميا صاحب ته په هېواد كښې موجودې غوره طبي اسانيې وركړې دي۔ حقيقت دا دے چې د ميا صاحب لور د هغه د ناروغې په عوض سياسي ګټې ترلاسه كول غواړي٬ د اول ورځنې نه د رښتيا په ځائ ميا صاحب او د هغه لور د دروغو او جعل سازې نه كار اخيستې۔ عمر چيمه ووئيل چې د ميا صاحب د لور بيانيه په خپله مسلم ليګ نواز لپاره د لويې پريشانې سبب ده۔ د ميا صاحب د لور په خبرو كښې د كورنۍ او ګوند ترمېنځه تقسيم څرګند شو۔ په كورنۍ كښې تقسيم د نون ليګ د ګوند په پرېكړو هم په واضحه توګه آغېز كوي۔ شهباز شريف د مسلم ليګ نواز صدر دے خو د ميا صاحب لور پرېكړې په خپل لاس كښې اخستل غواړي۔ د مسلم ليګ نواز مشران د ميا صاحب د لور د اثر نه ځان خلاصول غواړي۔ د ميا صاحب لور خپل ګوند او د دې سياست سره چې څه كول غواړي٬ هغه دې وكړي خو د قوم ګمراه كولو نه دې ډډه وكړي۔ د سپريم كورټ نه واخله تر ټرائل كورټ ټولو عدالتونو ميا صاحب ته د مكمل صفائې موقع وركړې۔ د كم او زيات 25 مياشتو اوږد ټرائل نه پس ميا صاحب د هغه ريښتيني مقام ته رسول شوے٬ په ناروغې د سياست كولو په ځائ دې د ميا صاحب لور د قوم د لوټل شوي دولت راستنولو تياري وكړي۔
متعلقہ مضامین
-
Faisal Vawda submitted false affidavit in dual nationality case: IHC
-
PM tells Hafeez Shaikh to continue as finance minister
-
AMAN-21-The message resonates
-
Aman-21: the message resonates
-
UN bashes Iran’s deadly crackdown on Balochistan oil smugglers
-
Exorbitant fee of ICT colleges deprive students of higher education
-
Women Champions
-
A Woman of Great Substance
-
CM unhappy with south Punjab secretaries’ performance
-
Is it over for Ghani?
-
Pakistan takes India to task at UN for human rights abuses
-
PM got vote of confidence in NA ‘through coercion’