اسلام آباد 19 جون (اے پي پي) د توان وفاقي وزير عمر ایوب خان وئيلي دي هېواد به د ايماندار٬ مخلص او په جرات مند قيادت كښې ډېر زر د پرمختګ په لوري روان شي٬ د حكومتي اقداماتو په سوب به د برېښنا پېداوار او د ترسيل منصوبو كښې د اربونو ډالرو سرمايه كاري راشي٬ د كال 2014 نه تر كال 2018 نوې نوټونه چاپ كول او د مصنوعي ګروته څرګندلو له امله افراط زر او ګراني زياته شوې٬ په نړيواله كچه د تېلو بېعې ټېټېدو ګټه پورته كولو باوجود برآمداتو نه دې زيات شوې۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې په بجټ كال 20-2019 بحث كښې عمر ايوب خان ووئيل د خپل حكومت لخوا وړومبۍ وېنا كول زما لپاره د درناوي خبره ده۔ ده ووئيل د مخالفې ډلې مشر پخپل ګوند ځانمرګي بريد كړے ٬ د هغه زمونږ دا اميد نه ٶ٬ په څرګنده داسې ښكاري چې د دوي په ګوند كښې تقسيم راغلې او هغه د خپل ګوند تېر حكومت په ضد چارج شيټ وړاندې كړې۔ ده ووئيل د مخالفې ډلې مشر د مايوسۍ خپرولو هڅه كړې خو قام خبر دے چې د تورې وريځې تللې٬ دا نوې پاكستان دے چې مشري ئې عمران خان كوي او خلق وينې چې هېواد د ايمانداره٬ مخلص او په جرات مند قيادت كښې به ډېر زر د پرمختګ په لور روان شي۔ ده ووئيل راتلونكي مالي كال لپاره د ټېكس هدف 5555 رابه روپۍ ټاكلې شوې كوم چې به بشپړوو۔ ده ووئيل كله چې د پي ټي آئي حكومت جور شو نو د مخالفې ډلې د دواړو ګوندنو تېرو حكومتونو په سوب هېواد د 30846 اربه روپو قرضدارې ؤ ٬ ده ووئېل په هېواد جون كال 2008 كښې 6690 اربه روپۍ قرض وه كوم چې په لسو كالو كښې د دوو ګوندونو نظام تر 24 زره اربو رسولې او كوم چې د كال 1947 نه تر كال 2008 6 زره اربه وه ٬ ده ووئېل هم دا وجه ده چې سږ كال به د سود په مد كښې درې زره اربه روپۍ وركول وي۔ ده ووئيل دواړو ګوندونو هېواد سره لږ ظلمونه نه دي كړي ٬ د دغې دستاويزي ثبوت موجود دې٬ د دواړو ګوندونو اشتراك ډېر ظالم اشتراك ٶ كوم چې مونږ پرېشانه كړې يو ۔ ده ووئيل د اقتصادي سروے له مخې د كال 2014 نه تر كال 2018 په نوې كرنسۍ كښې سل فيصده اضافه شوې او په دې مهال 101 فيصده كرنسې سركولېشن زيات شوې٬ نوې نوټونه چاپ كول او د مصنوعي ګروته څرګندلو له امله افراط زر او ګراني زياته شوې٬ ده ووئېل د نوټونو چاپ كولو عمل تحريك انصاف رد كړې او مونږ به دا په كوتلې بنيادونو راوانوٶ۔ده ووئيل د ھغه وخت حكومت يوازې د ډالر بيعه په مصنوعي طريقه كمه ساتله او د دې اعتراف د مسلم ليګ (ن) د خزانې وزير مفتاح اسماعیل كړې ٬ عمر ايوب ووئيل تېر حكومت د ډالر مصنوعي سهارا اخستو سره 24 زره اربه ډالره ضائع كړې۔ ده ووئيل تر اوسه مسلم ليګ (ن) د نظريه پاكستان كرېډټ نه دې اخستې ګني نو ھغه به ئې هم اخستې ٶ٬ د ایوب خان د دور منصوبو كرېډټ هم مسلم لیګ (ن) اخلي٬ په دې لړ كښې تاريخي حقائق موجود دي٬ ده ووئېل ايوب خان په دور كښې شاهراه رېشم ٬ هيوي انډسټري٬ مېكېنكل كمپلېكس او د برېښنا منصوبې د سې پېك بنياد جوړې شوي۔ ده ووئيل پپيلز ګوند 7 او مسلم ليګ (ن) 3 ځله آئي اېم اېف سره مراجعه كړې٬ په كېري لوګر بل كښې چې دوي د هېواد كوم حشر كړې ھغوي دوي هېر كړې او نن ژړاړي۔ عمر ایوب خان ووئيل فاټا د خېبر پښتونخوا برخه شوې او د دې سيمې پرمختګ لپاره فنډز بېل كړې شوې او په دې لړ كښې سول حكومت او وسله وال پوځ خپل بجټ كښې كمې كړې او د فاټا لپاره مالي ګنجائش پېدا شوې۔ ده ووئېل تېر حكومت خپل آخري دور كښې لېكلې ديوال لوستلې ٶ او د دې آثر زائل كولو لپاره ئې راتلونكو ټولټاكنو كښې ووټ اخستو لپاره د غلا په زياتو فيډرو د برېښنا لوډشېډنګ نه كول پېل كړے ؤ چې په سوب ئې په يو كال كښې ګرځېنده قرض 4 نيم سووه اربه زيات شوې ۔ وفاقې وزير ووئيل مونږ ګرځنده قرض كمولو لپاره اقدامات كوٶ٬ د كال 2020 تر پائې به ګرځنده قرضه پرله پسې كم او صفر ته راولو۔ ده ووئيل تر كال 2025 به انرژي مكس كښې 20 فيصده د قابل تجديد ذريعو برېښنا شامله شي كومه چې به د 70 نه تر 75 فيصده رسوٶو۔
متعلقہ مضامین
-
PTI wants UN probe into long march crackdown
-
Army should have taken back complaint against Mazari: IHC
-
IHC adjourns case regarding Cheema’s removal
-
PTI wants UN probe into long march crackdown
-
Pakistan, Turkey vow to ‘upgrade’ ties
-
Man, son shot dead over children’s brawl in Lahore
-
Elderly man hit to death
-
Broadband subscribers reach 116 million
-
IHC receives challenge to amend in law for overseas vote
-
Shifting Yasin to isolated cell in Tihar jail deplorable: Mushaal
-
PM Shehbaz Sharif departs for home after three-day Turkey visit
-
Shifting Yasin to isolated cell in Tihar jail deplorable: Mushaal