اسلام آباد 21 جون (اے پي پي) د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني به (نن) د خالي په ورځ په دوه ورځنۍ سركاري دوره پاكستان ته رارځي۔شېخ تمېم بن حمد الثاني د وزيراعظم عمران خان په بلنه په 22م او 23م جون د پاكستان دوره كوي۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د قطر امير سره مركزي وزيران او سينئر چارواكي او د لوړې كچې پلاوې به هم وي۔ د دې نه وړاندې په كال 2015 كښې د قطر امير د پاكستان دوره كړې وه۔د دورې په مهال به د قطر امير وزيراعظم سره خبرې اترې كوي او اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره به هم ملاقات كوي۔ دواړه به د شريكې ګټې او د قوي اقتصادي شراكتدارۍ په تګلارو د خيالاتو څرګندونه كوي۔ د دوې په مهال به دواړه هېوادونه په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزې مرستې ودې لپاره د تفاهم په يادښتونو او لوظنامو لاسليك هم كوي۔ هيله ده چې د قطر امير دورې سره به دوه اړخيزه ورورلۍ اړيكو ته لا وده او په بېلا بېلو څانګو كښې پراختيا راشي۔
متعلقہ مضامین
-
Patel orders uninterrupted supply of controlled drugs in hospitals
-
Karot hydropower project to meet Pakistan’s electricity needs, boost sustainable development: China
-
President appoints two ECP members from Punjab, KP
-
IHC seeks affidavit from Mir Shakil in controversial advertisement case
-
President appoints two ECP members from Punjab, KP
-
High-level meeting reviewed
-
Rain expected in Islamabad, Punjab, KP,GB, Kashmir
-
PM Shehbaz leaves for three-day Turkey visit
-
Motorbikes companies increases prices again
-
PM Shehbaz leaves for three-day Turkey visit
-
Motorbikes companies increases prices again
-
Two murderers handed down death