اسلام آباد 02اپرېل (اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي چې وزيراعظم عمران خان د جهانګير ترين او شاه محمود قرېشي ترمينځه په يو بل پسې په بيان وركولو او په بحث كولو د ناخوښۍ څرګندونه كړی٬په ګوند كښې چې څه هم كېږي حتمي پريكړه عمران خان كوي۔د نهې پھ ورځ د بريفنګ په مهال د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل چې د وفاقي كابينې په غونډه كښې د جهانګير ترين او شاه محمود قرېشي ترمينځه په شخړه كومه خبره نه ده شوې خو په دې معامله وزيراعظم عمران خان د ناخوښۍ څرګندونه كړی۔ده ووئيل دواړه لارښود زمونږ لپاره معزز دي۔د هغوي په خپلو كښې خبرو اترو سره به په ګوند كوم اثر نه پريوځي۔ده ووئيل په ټولو ګوندونو كښې دا ډول معاملات روان وي۔په پي ټي آئي كښې يا د اتحادي ګوندونو په اړه كومه هم خبره وي د هغې حتمي پريكړې كولو اختيار وزيراعظم عمران خان ته ترلاسه دې
متعلقہ مضامین
-
Three soldiers, children embrace martyrdom in Miranshah Blast: ISPR
-
FM Bilawal to participate in US-convened meeting to address global food crisis
-
Imran records video naming ‘all conspirators’
-
Two Sikhs shot dead in Peshawar
-
Prices of petrol to remain unchanged: Miftah
-
Pakistan listed among drought hit countries by UN
-
BJP using NIA as a weapon to silence democratic dissent in Kashmir
-
Pakistan listed among drought hit countries by UN
-
Colours of state media’s electronic banners, websites’ logos changed to mourn UAE President’s demise: Marriyum
-
NHA assures to reopen Ayub Bridge Havelian after restoration: Murtaza Abbassi
-
Urgent strategy demanded to control climate change
-
Sana condemns killing of minority people in Peshawar