اسلام آباد ۔ 24 مارچ(اے پی پی) د وزیراعظم خاص مرستيال او د قومي اسمبلۍ غړي علي نواز خان وئيلي دي زلمي كول ته د صحتمندانه هلو ځلو موقعې وركولو له د سپورټس داسې پروګرامونه بايد وكړې شي او هم دداسې مقابلو د لارې زلمې كول بېلو معاشرتي بدو څخه بچ كېدې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ د سټریټ چېمپیئن پاکستان تر سېوري لاندې پاك پوځ ته د عقيدت پېرزينې وړاندې كولو له د مېراتھن رېس پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده د میراتھن رېس په غوره ډول كولو د ايونټ انتظاميې په شمول ستر منتظم ناصر اسلم ته مباركي وركړه۔ده ووئيل دا میراتھن رېس به د امن پېغام وي۔ دې سره به نه يواځې د يو والي پېغام وړاندې لاړ شي بلكې د يوې صحتمندې ټولنې بنياد به هم جوړ شي او په قامي كچه به ټېلېنټ هم رامخې شي۔ په دې موقع خپل خپل خطاب كښې ستر منتظم ناصر اسلم راجه د مېراتھن رېس په مقصدونو رڼا واچوله۔ ده ووئيل د دې رېس اهتمام پاك پوځ ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو له شوې دې او ددې رېس د لارې نړۍ كښې د امن پېغام ته وده وركول دي۔ مېراتھن رېس د وفاقی پلازمينې اسلام آباد كلثوم چوك سېونتھ ایونیو څخه تر دامن كوه وشو۔ كوم كښې چې د مېنز سنیئر ، بوائز انډر۔ 12 او بوائز انډر۔14 بېلو بېلو كېټګريز برخه واخسته۔ د مېراتھن رېس فیس 50 روپۍ مقرر كړې شوې وو۔ د مېراتھن رېس په پايه كښې كاميابي ترلاسه كوؤنكو اتھلیټس ته انعامونه وركړې شول۔
متعلقہ مضامین
-
BJP using NIA as a weapon to silence democratic dissent in Kashmir: Wani
-
PHC closes down 317 quackery outlets in 26 districts
-
NHA to reopen Ayub Bridge Havelian after restoration: Abbassi
-
PHC closes down 317 quackery outlets in 26 districts
-
Health Physicians advise people to avoid spicy food during heatwave
-
NIH advises to increase in Covid-19 rapid antigen tests at airports
-
NIH advises to increase in Covid-19 rapid antigen tests at airports
-
International day of living together in peace to be marked today
-
Water stress ‘very real danger’ for Pakistan: Sherry
-
Shehbaz decides to maintain petroleum prices, for now
-
All provinces to develop cluster of industries under CPEC: Ahsan Iqbal
-
Admin inspects quality, quantity and price of petrol