اسلام آباد ۔ 20 مارچ(اے پی پی)د كابينه اقتصادي رابطه كمېټۍ(اي سي سي)ضرب عضب عملياتو نه پس د شمالي وزيرستان څخه كډه كوونكو لپاره د 1795 ملينه روپو پشمول د كېډ ډويژن٬د هېلت سروسز وزارت٬د ريګولېشن اينډ كوآرډينېشن او كابينه ډويژن لپاره د سپليمنټري ګرانټس منظوري وركړی شوې۔د اي سي سي غونډه د شورو په ورځ د خزانې وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې وشوه۔كمېټۍ ته د اوبو وسيلو ډويژن لخوا د آزاد جمو او كشمير سره د برېښنا ټېرف او اوبو كارولو چارجز چارو په اړه بريفنګ وركړې شو۔د اوبو وسيلو ډويژن سېكتر غونډې ته ووئيل د آزاد جمو كشمير حكومت سره د مشاورت سره د ټولو اړخونو تر مخه يو تفصيلي انتظام جوړ كړی شوې۔د دې نوې انتظام له مخې به د آزاد جمو او كشمير ته د صوبو په ډول ادائيګي كولې شي۔كمېټۍ د شمالي وزيرستان څخه كډه كوونكو كسانو لپاره 1795 ملينه روپو سپليمنټري ګرانټس منظوري وركړی۔د دې نه علاوه د كيپټل اېډمنسټرېشن اينډ ډوېلپمنټ ډويژن لپاره 202.637 ملينه روپو ټېنيكل سپليمنټري ګرانټ او بهرني هېواد پاكستان چيئرز لپاره 12.409 ملينه روپو منظوري وركړی شوې۔دغسې د هېلت سروسز٬ريګولېشن اينډ كوآرډينېشن وزارت لپاره 156.327 ملينه روپو او د او پي اېف او هيومن ريسورس ډوېلپمنټ لپاره د 41.617 ملينه روپو سپليمنټري ګرانټ هم منظوري وركړی شوې۔په غونډه كښې د كابينه ډويژن ټېنكيكل سپيليمنټري ګرانټ جاري كولو ډيمانډ هم منظور كړې شو۔ غونډه د سائنس او ټېكنالوجي وزارت لخوا د پاكستان حلال اتهارټي كوآپرېشنل جوړولو په اړه د پېشرفت څخه هم خبر كړی شوه ۔۔اي سي سي د پاسكو د سټاك څخه د زياتو غنمو برآمدات موده زياتولو د تجويز هم منظوري وركړه۔په غونډه كښې د صنعت او پېداوار وزارت لخوا د ماړي ډيپ څخه د 66 اېم اېم سي اېف ډي ګاز برېښنا پیداوار لپاره د پي پي آئي بي لپاره هم منظوري وركړې شوه ۔)
متعلقہ مضامین
-
International day of living together in peace to be marked today
-
Unspeakable atrocities continue in Indian Occupied Kashmir
-
Six including three soldiers martyred in NW suicide blast
-
Two Sikhs shot dead in Peshawar
-
Pakistan reports third polio case of year from North Waziristan
-
Police prepare sketch of alleged female facilitator in KU blast
-
Pakistan reports third polio case of year from North Waziristan
-
Pakistan reports third polio case of year from North Waziristan
-
Sana urges Imran Khan to share solid life threat evidence with Interior Ministry
-
PM terms role of allied parties vital in decisions of national interest
-
LHC grants bail to Asif Hashmi in record tampering case
-
LHC grants bail to Asif Hashmi in record tampering case