بیجنګ ۔ 19 مارچ (اے پی پی)د کمېونسټ پارټی آف چائنا او پاکستان تحریک انصاف ترمينځھ د ګوندونو په كچه د پلاويو په تږ راتږ صلا راغلې ۔ دا صلا د نهې په ورځ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي بيجنګ كښې د كميونسټ پارټي آف چائنه نړيوالې څانګې وزير سونګ تاؤ سره ملاقات كښې راغلې۔ سونګ تائو خارجه وزير ته بيجنګ ته په راتللو هركلې اووې۔ ملاقات كښې د پاکستان تحریک انصاف او کمیونسټ پارټی چائنا ترمينځه د تفاهم يادښت هم لاس ليك شو۔ خارجه وزير په دې مهال خپلو خبرو كښې ووئيل د ګوندونو په كچه د پلاويو تږ راتږ سره به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمې شي۔ ده ووئيل پاکستان تحریک انصاف کمیونسټ پارټی آف چائنه سره د ګوند په كچه مضبوطې اړيكې غواړي۔ ده ووئيل د دواړو ګوندونو ترمينځه د مفاهمت په يادښت لاس ليك سره به د دواړو ګوندونو ترمينځھ اړيكې لا مستحكمې شي۔ ده ووئيل په سي پېك د پاكستان د ټولو سياسي ګوندونو صلا يوه ده۔
متعلقہ مضامین
-
Govt releases statistical chart of PML-N, PTI’s performance
-
Matric exams for Karachi students begin
-
Matric exams for Karachi students begin
-
Three murdered over land dispute in Khushab
-
Pakistan, Saudi Arabia reiterate desire to strengthen fraternal ties
-
UNDP, CDA launch mega solid waste management project
-
UNDP, CDA launch mega solid waste management project
-
PTI appoints former SSG commando as Imran CSO
-
Buner’s stone industry may attract Chinese investors
-
MCB, Hyundai Nishat Motors & Adamjee Insurance enter strategic alliance
-
PTI appoints former SSG commando as Imran CSO
-
BJP using diversionary tactics to hide failure in IIOJK: Omar