اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود د حکومت د هغه عزم پخلې كړے چې جديدې ټېكنالوجي كارولو سره به په راتلونكو څلورو كالو كښې د خواندګۍ شرح 70 فيصده ته ورسيږي ٬ موبائل ټېکنالوجي د دې هدف سر كولو كښې د خپل پراخه نېټ ورك له امله زيات كوټلې او د نتيجو وړ كردار لرې شي۔ وفاقي وزير دا خبرې د ګل په ورځ د اوپن یونیورسټۍ تر سېوري لاندې د ” ټېكنالوجۍ سره د علمي معيشت لپاره اجتماعي عمل” په سرخط دوه ورځني نړيوال كنفرنس پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئېل د اوپن پوهنتون غوندې د فاصلاتې تعليمې نظام پوهان او ادارې به د موبائل سروسز د لارې د معياري موادو تيارۍ لپاره راوړاندې شي۔ په كنفرنس كښې په لويه شمېره د تعليم پوهانو او غېر ملكي استازو هم ګډون وكړو۔ د كنفرنس اهتمام اوپن يونيورسټۍ د قرشي پوهنتون ٬ يونيورسټي آف وېټرنري اېنډ اېنيمل سائنسز او يونيورسټي آف مېنجمنټ اېنډ ټېكنالوجۍ په مرسته كړې۔ د اوپن پوهنتون وائس چانسلر پروفیسر ډاکټر ضیاء القیوم د وفاقي وزیر او غېر ملكي استازون هركلي كولو سره د دوي له باور وركړو چې تعليمي هلو ځلو كښې د جديدې ټېكنالوجي د زيات استعمال د لارې د تعليم په اړه هدفونه ترلاسه كولو لپاره به اوپن يونيورسټي هر ډول ممكنه مرسته كوي۔ په دې موقع وفاقي وزير شفقت محمود ووئيل تل پاتې كېدونكې پرمختيائي هدفونو (اېس ډي جيز) سر كولو لپاره دې موبائل اېپس او د موادو تيارۍ او وده كښې د تعليم پوهان بشپړ كردار ولوبوي۔ ده ووئيل د تعليم مقاصدو لپاره د موبائل ټېكنالوجۍ استعمال او د اولس سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې برخه اخستو لپاره د مرستې وركولو خيال په وخت او جديد نقطه نظر دے۔ وفاقی وزیر پروفېسر ډاکټر ضیاء القیوم ته د اے او يو د وائس چانسلر په ذمه وارو ترلاسه كولو مباركي وركولو سره هيله څرګنده كړه چې د دوي په مشرۍ كښې به پوهنتون د هېواد غوره تعليمي اداره جوړه شي۔ د اوټو ایوجنتھ چیئرمېن د ناروے مائر نوسټرم هم د كنفرنس پرانستې غونډې ته كليدي وېنا وكړه
متعلقہ مضامین
-
Pakistan benefitted tremendously from multinational companies: LCCI president
-
Pakistan benefitted tremendously from multinational companies: LCCI president
-
Pakistan benefitted tremendously from multinational companies: LCCI president
-
Stakeholders for further promoting TVET practices for youth
-
MUET organizes seminar on drug abuse prevention
-
Free medical camps in Tirah for returning families held
-
Closing session of Pakistan Navy Maritime Exercise SEASPARK-2022 held
-
Six Pak Army troops martyred in Congo helicopter crash
-
Free medical camps in Tirah for returning families held
-
IHC serves notices to ECP in PTI’s plea
-
Six Pak Army troops martyred in Congo helicopter crash
-
Family and party both on the ‘same page’