اسلام آباد 22 فروری (اے پی پی) د اوبو وسائلو وفاقی وزیر فېصل واوډا وئيلي دي د هند لخوا د اوبو مخنيوي دهړكه د پلوامې پېښې غوندې د هندي جاسوس كلبھوشن كېس كښې د ناكامۍ څخه د پام ګرځولو ناكامه هڅه ده، سندھ طاس لوظنامې ترمخه هند د پاكستان د برخې اوبو مخنيوې نشي كولې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د هند د اړخه د پاكستان اوبو مخنيوي په حقله په بیان غبرګون كښې كړې۔ ده ووئيل د سندھ طاس لوظنامې ترمخه هند د پاكستان د برخې اوبو مخنيوې نه شي كولې، د اوبو مخنيوي دهړكه بې بنسټه ده۔ده ووئيل د هند حكومت د خپلو راروانو ټولټاكنو ترمخه تورونه لګوي۔ ده هند له خبردارې وركړو چې دا نوې پاكستان دے او هند ته دې دا معلومه شي چې د جنګ نتيجې څنګه وي۔ فیصل واوډا ووئيل پاك پوځ هند له د ځواب وركولو صلاحيت لري، د هند جنګي جنون به هيڅ ګټه اونه كړي۔ ده ووئيل هند د خپلې ناكامۍ ذمه وار پاكستان نه شي ګرځولې
متعلقہ مضامین
-
Waqar Younis performs Umrah with family
-
Pak-US constructive engagements to promote regional peace: President
-
LHC CJ to hear plea for Hamza Shehbaz oath taking on 21st
-
Maryam Nawaz pays tribute to martyred Policeman
-
Commission unanimously restores chairperson HEC’s powers
-
Climate Change Council should be assembled within 100 days: Senator Sherry
-
Govt striving to steer country out of economic crisis: Marriyum
-
Fatemi made SAPM on foreign affairs
-
Arrangements finalized for Youm-e-Ali (RA)
-
Open court held at Federal Ombudsman
-
7,918 cases registered against kite flying, aerial firing in Punjab
-
Kashmiris to remember Allama Iqbal on 84th death anniversary