اسلام آباد ۔ 22 فروری (اے پی پی) داخله چارو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ پلوامه بريد څخه وروستو د هند لخوا په پاكستان د بې بنسټه تورونو په لګولو د غصې څرګندونه كولو سره د غندنې قرارداد منظور كولو سره وئيلي دي ټاكنو څخه وړاندې چاؤدنې او په پوله د تاؤ تريخوالي صورتحال رامخې ته كول ټاكنو ګټلو له جوړه كړې شوې منصوبه ده۔ هندي اولس بايد حقائق او د مودي اصلي څېرې څخه ځان خبر كړي۔ په دې خبره دې ځان پوهه كړې شي چې پاكستان هم اتومي وسله لرونكې هېواد دې۔ د كمېټۍ غونډه د جمعې په ورځ د كمېټۍ چيئرمېن سناتور رحمن ملك په مشرۍ كښې پارلېمنټ هاؤس كښې وشوه۔ د قائمه كمېټۍ غونډه كښې د مقبوضه كشمير پلوامه سيمه كښې په شوې چاؤدنه د هند لخوا په پاكستان د لګولې شويو بې بنسټه تورنو ٬ د سناتور محسن عزيز رئیل اسټېټ رېګولېشن اېنډ ډوېلپمنټ بل2017ء، د سناتور مياں محمد عتيق شېخ لخوا په فېصل آباد ډرائی پورټ د غلا شوي موبائل فونز معاملې ٬ د سي ډي اے چیئرمېن ټاكلو له د حكومت د تږلارې او پارلیمنټ هاؤس كښې د سی ډی اے ملازمینو ته د اعزازيې نه وركولو معاملې بشپړه جاج واخستې شو۔ غونډه كښې پلوامه بريد څخه وروستو د هند لخوا په پاكستان د بې بنسټه تورونو په لګولو د غصې څرګندونې سره ددې تورنو د غندنې قرارداد منظور كړې شو۔ د كمېټۍ چيئرمېن سناتور رحمن ملك ووئيل د هند دا عادت جوړ شوې چې د ټاكنو څخه 4 څخه 7مياشتې وړاندې د بمي چاؤدنو ٬ په پوله د تاؤ تريخوالي وضعې په ډول ډرامخې جوړولو سره د ټاكنو ګټلو منصوبه جوړوي۔ ده ووئيل د جېش محمد په شمول كوم بل لوئې تنظيم ددغې بريد ذمه واري قبوله كړې نه ده او نه پاكستان په دغه چاؤدنه كښې كوم كردار لري۔ كه هند د دغې پېښې په اړه كوم ثبوت لري نو هغه دې پاكستان ته وركړي پاكستان به په خپله پلټنې كولو سره نړۍ ته وړاندې كړي۔ سناتور مياں محمد عتيق شېخ ووئيل هند سره د اېف ټي اے ترسېوري لاندې تجارتي لوظنامې شوې دي حكومت دې ددغې ترمخه اېكشن واخلي۔ سناتور محمد جاوېد عباسي ووئيل د پاكستان يو پخواني سفير د هند ټي وي ته مركه كښې د پاكستان يو شمېرو كورنيو معاملو په اړه بيانونه وركړې دي داسې تږلاره دې خپله كړې شي چې داسې كسان بېرته رابللو سره دې دوئي ته سخته سزا وركړې شي۔ په دې د كمېټۍ چيئرمېن راروانه غونډه كښې د پخواني سفير د مركې وېډيو كلپ وغوښتلو۔ قائمه كمېټۍ د پلوامه پېښې څخه وروستو د هندي وزير لخوا د پاكستان د درې دريابونو د اوبو بندولو بيان سخته غندنه وكړه۔ د كمېټۍ چيئرمېن ووئيل په سندھ طاس لوظنامه دواړو لاس ليك كړې دې۔ ددې په خلاف ورزۍ دې حكومت نړيوال بنك ته رجوع وكړي۔ هند په هېڅ شان د پاكستان اوبه بندولې نه شي۔ د كمېټۍ په غونډه كښې سناتور محمد جاوېد عباسی، محمد اسد علی خان جونېجو، میاں محمد عتیق شیخ، حاجی مومن خان آفریدی، کهدہ بابر، سردار محمد شفیق ترین، ډاكټر شهزاد وسیم په شمول نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو
متعلقہ مضامین
-
Court postpones indictment of Sindh CM
-
Ilhan assures to take up HR abuses in IIOJK at Congress
-
SBP autonomy law to be reversed: Kh Asif
-
Sharjeel Memon to be inducted into Sindh cabinet
-
SC won’t be influenced by criticism, says CJP
-
SC won’t be influenced by criticism, says CJP
-
Govt to ensure economic development of tribal areas
-
PM withdraws foreign affairs portfolio from Tariq Fatemi
-
Why would anybody conspire against you: Nawaz to Imran
-
Islamabad High Court to live stream judicial proceedings
-
Sharjeel Memon administers oath as Sindh information minister
-
Shadab Khan urges authorities to protect children