اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي)د بهرنيو چارو وزير شاہ محمود قرېشي وئيلي دي پاکستان او هند د خبرو اترو نه غېر د مسئلو بل حل نه لري٬ افغانستان كښې امن غواړو٬ د روغې جوړې هڅو له مونږ د هغوي مرسته كړې او دا به روانه ساتو٬ مونږ بهتري پېل كړې او د وړومبنو سلو ورځو په راپور كښې مو دا شامل كړې چې ټولې ادارې كومې چې په زيان روانې دي لكه پي آئي اے ٬ سټيل ملز او نورې ان شآء الله دا به ښه كوو٬ د 70 كالو خرابۍ د شپې شپې نشي سمېدې٬ مونږ د اصلاح عمل پېل كړې ۔ د دې خيالاتو څرګندونه خارجه وزير مانچسټر كښې خبري كنفرنس ته كوله۔ خارجه وزير ووئيل كه تاسو دا توقع لرۍ چې د 70 كالو خرابۍ به سمدستي لرې شي نو مونږ داسې د اله دين چراغ نه لرو خو بيا هم مونږ بهتري پېل كړې ٬ ده ووئېل تاسو بايد د ھغوي څخه هم پوښتنه وكړې چا چې په تېرو څو لسيزو كښې هېواد لوټ كړې او ادارې ئې تباه كړې۔ ده ووئيل حكومت سمندر پورې پاكستانيانو لپاره يو شمېر ګامونه پورته كړي دغسې چې سمندر پورې پاكستانيان په آسانۍ سره پاكستان كښې كاروبار وكړې شي ٬ د کشمیر پحقله خارجه وزير ووئيل د تېرو حكومتونو په كشمير د معذرت رويه لرله خو د فرورۍ په 4مه نيټه د برتانيې په پارلمان كښې چې د انټرنېشنل كشمير كفنرنس په موقع كوم متفقه قرارداد منظور شوې ھغې ته د پاكستان د ټولو ګوندونو تائيد ترلاسه ٶ كوم چې يو واضح پېغام ٶ۔ د پاكستان او هند اړيكو په اړه خارجه وزير ووئيل پاکستان او هند د خبرو اترو نه سېوا د مسئلو هېڅ حل نه لري٬ مونږ په دې پوهه يو چې هند كښې ټاكنې كېدونكې دي چې په سوب ئې د خبرو اترو نه ډډه كوي٬ مونږ امن غواړو٬ هند چې كله هم خبرو ته چمتو وي مونږ به مذاكرات كوٶ۔ د يوې پوښتنې په ځواب خارجه وزير ووئيل پاکستان افغانستان سره ښې اړيكې غواړي٬ مونږ د روغې جوړې په عمل كښې د هغوي مرسته كړې او دا مرسته به دوامداره ساتو٬ ده ووئېل مونږ په افغانستان كښې امن غواړو٬ اشرف غني سره په دريو ملاقاتونو كښې مونږ د پاكستان واضح دريځ وړاندې كړې ٬ مونږ په افغانستان كښې د امن نه پس د افغان كډوالو په عزت سره بېرته ستنېدل غواړو٬ ده ووئېل مونږ به ھغوي نه شړوو۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل پاکستان د افغانستان كاٶنډي هېواد دے او د دې اهميت له مخې امريكې پاكستان څخه مرسته غوښتې ده٬ مونږ سهولت كاري كولې شو او مونږ د سهولت كارۍ هڅه كړې ده ۔ د امريكائي اولس مشر ټرمپ په سټېټ آف يونين كښې د ډاډ وړ او د تعميري خبرو اعتراف كړې ۔ د هندي جاسوس په اړه د يوې پوښتنې په ځواب خارجه وزير ووئيل کلبھوشن كېس په عالمي كورټ آف جسټس كښې روان دے ٬ په 19مه فرورۍ به پاكستان خپل شواهد وړاندې كوي ٬ دې لړ كښې زمونږ موقف كوټلې دے٬ ځكه چې كلبهوشن زمونږ په خاوره نيولې شوې دے
متعلقہ مضامین
-
Pakistan among top 10 countries affected by climate change: Report
-
Pakistan down Bangladesh in Triangular T20 Blind Cricket Tournament
-
IHC seeks record in Noor Mukadam murder case
-
MWMC manages training session for officers to improve good governance
-
MWMC manages training session for officers to improve good governance
-
Motorcyclist dies in road accident
-
Revenue officer caught red handed
-
SHO Sargodha Road suspended
-
Revenue officer caught red handed
-
PTI govt striving to make Pakistan an Islamic welfare state: President Alvi
-
Zameen.com organizes property sales event in Lahore
-
PM says no-trust motion to doom; draws curtains on opposition’s future in 2023 elections