اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي) د نېب اېګزېکټو بورډ د بېلا بېلو شخصياتو په ضد د 16 انكوائريو٬ دوه انوېسټي ګېشنز او د دوه ريفرنسز منظوري وركړې ده چې پكښې نثار احمد کھوړو، د سكهر د خوراك څانګه افسران/اهلکاران او نور ٬ پیر صابر شاہ٬ د ډېره اسماعيل خان د محصولاتو محکمې افسران/ اهلکاران او نور او برېګېډیئر وقار اېم ډي نېشنل ټېلي کام کارپوریشن شامل دي۔ په دې موقع غونډې ته خپلو خبرو كښې د نېب چيئرمېن جسټس جاوېد اقبال ووئيل نېب هېواد كښې د بدعنوانۍ خاتمې لپاره ” احتساب ټولو لپاره” په پاليسۍ په سختۍ سره عمل كوي٬ نېب د بدعنواني خاتمه نه يوازې خپله قامي ذمه واري ګڼي بلكې د كرپشن نه پاك پاكستان لپاره بشپړه هڅې كوي۔ د غونډې نه پس د نېب لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوې دي چې نېب دا خبره په ډاګه كول غواړي چې ټولې انكوائرۍ او انوېسټي ګېشن د مبينه تورونو په بنياد پېل كړې شوې دي كوم چې حتمي نه دي ٬ نېب به ټولو اړوند كسانو څخه هم د قانون له مخې د دوي موقف معلوموي دغسې چې د قانون له مخې كاروائي وكړې شي د كومو 16 انکوائرو چې منظوري وركړې شوې په ھغې كښې د خوراك پخوانې وزير نثار احمد کھوړو، د سكهر د خوراك محکمې افسران/اهلکاران او نور د قامي اسمبلۍ غړې پیر صابر شاہ٬ د ډېره اسماعيل خان د محصولاتو محکمې افسران/ اهلکاران او نور ، برېګېډیئر وقار، اېم ډي نېشنل ټېلي کام کارپوریشن٬ زاهد مير ٬ د آېل اېنډ ګاز ډويلپمنټ اتهارټۍ لنډمهاله اېم ډي او د او جی ډی سی اېل انتظامیه او د نورو په ضد درې بېلا بېلې انكوائرۍ ٬ د صوبائي اسمبلۍ غړي شرجیل انعام مېمن ، عبدالکریم سومرو ، ، پخوانې غړې سردار قېصرعباس خان ، سردار ناصر عباس خان ، سردار لال خا ن ،د چوباره ليه د محصولاتو څانګې اهلكار او نور٬ د صوبائي اسمبلۍ پخوانې غړې عبدالمجید ابړو، ، د نېشنل پاور پارك مېنجمنټ کمپنۍ ، ګورنمنټ هولډنګ پرائیوېټ لمیټډ، پاکستان اېل اېن جی لمیټډ ، د پاکستان اېل اېن جي ټرمینل لمیټډ
متعلقہ مضامین
-
PCB fines Imad Wasim for breaching PSL’s code of conduct
-
Cabinet okays Saindak Mine lease extension to Chinese firm: Hammad
-
Economy.pk – an initiative worth appreciation by Usman Ahzaz
-
Economy.pk – an initiative worth appreciation by Usman Ahzaz
-
Petrol price hits historic high after Rs12.03 hike
-
PM for beefing up pace of uplift schemes in Karachi
-
NAB approves two references, six inquiries
-
Fawad, Farrukh express grief over senior journalist Ghulam Akbar’s demise
-
PM will hold consultation on new army chief when time comes: Alvi
-
PM will hold consultation on new army chief when time comes: Alvi
-
PM directs Punjab government to ensure efficient services for common man
-
PM directs Punjab government to ensure efficient services for common man