لاهور 29 نومبر (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير نورالحق قادري وئېلي دي د وزيراعظم عمران خان د احكاماتو په رڼا كښې د اقليتونو خوشحالۍ او خېرښېګړې له ټول ګامونه پورته كولې شي٬ د كرتارپور راهداري جوړولو سره ټولې نړۍ ته د پاكستان اقليت نواز هېواد پېغام رسېدلې ۔د هند لخوا وزيران د امن سفيرانو په طوګه دستوره كښې ګډون كولو له پاكستان ته راغلي٬په دې مونږ د هند حكومت مننه كوو۔د زيارت په ورځ يوې دستورې ته په خپل خطاب ګښې ده ووئيل ٬د متروكه وخت املاك بورډ تر انتظام لاندې د ګوردوارو پشمول د ا قليتونو د عبادت ځايونو امنيت٬رنګ روغن او د املاكو ساتنې له ګامونه پورته كولې شي چې له امله يې د بهر هېواد څخه راغلې ياتريانو د پاكستان حكومت مننه كړې ده ۔ سكھ لارښود امر جيت سنګه ووئيل د راهدارۍ جوړېدو سره فاصلې كمې شوي ۔په هند كښې اوسېدونكې د كروړونو په شمېر سكھان ياتريان به په څو دقيقو كښې د ګورواره صاحب درشن كولې شي۔دا د ټول سكھ قام لپاره د اعزاز خبره ده٬ هغه ووئېل مونږ په پاكستان كښې په ترلاسه كېدونكو آسانيو د پاكستانې حكومت مننه كوو۔د متروكه وخت بورډ چيئرمېن طاهر احسان ووئيل دې دستورې سره د بورډ نيك نامي زياته شوې او د ټرسټ بورډ بشپړه نمائندګي شوې٬په دې مونږ د وزيراعظم عمران خان او وفاقي وزير پيرنورالحق قادري مننه كوو۔
متعلقہ مضامین
-
COMSATS University ranked among top 150 in Asia
-
Accountability of policemen over misuse of power top priority: IGP
-
No practical exams for HSSC, SSC students in Punjab in 2021
-
CDA kick-starts development work in Park Enclave 2 and 3
-
UMT ranked among top 501-550 universities in QS Asia University Rankings 2021
-
China impressed by CPEC Authority work under Asim Saleem Bajwa
-
Qureshi holds key meeting with Saudi FM
-
Shehbaz, Hamza released on parole for funeral of Begum Shamim
-
UMT ranked among top 501-550 universities in QS Asia University Rankings 2021
-
Squash League to help project Balochistan’s image: CM
-
Squash League to help project Balochistan’s image: CM
-
Webinar highlights religious tourism potential in Pakistan