پېښور ۔29 اکتوبر(اے پی پی) د خېبرپختونخوا اسمبلی سعودی عربستان كښې د مېشته پاكستانيانو مسئلو حل ٬ د معاملې په سفارتي كچه د پورته كولو او صوبائي اسمبلۍ لپاره د سېنېټ او قامي اسمبلۍ په ډول د بليو پاسپورټ جاري كولو په شمول د 6 قراردادونو په يوه خله منظوري وركړې ده۔ د خېبر پختونخوا اسمبلۍ كښې د پي بي مېرمنې غړې نګهت اوركزئۍ قرارداد وړاندې كړو چې وفاقي حكومت دې اېم پي اېز لپاره هم د سېنېټ او قامي اسمبلۍ غړو په ډول ټول عمري له د بليو پاسپورټ جاري كولو احكامات جاري كړي۔۔ سعودي عربستان كښې د مېشته پاكستانو وګرو د ناوړه حالاتو او هغوي ته د پېښو ستونزو مخنيوي له د پيپلز ګوند صاحبزادہ ثناء اللہ او د اېم اېم اے عنایت اللہ قراردادونه هم په يوه خله منظور كړې شول۔ قرارداد كښې ووئيلې شول سعودي حكومت سره دې د پاكستانو وګړو ته د پېښو ستونزو معامله په سفارتي كچه پورته كړې شي او د جواز نه غېر د نيولو لړۍ دې ختمه كړې شي۔ او دغلته مېشته پاكستانيانو له دې د حج كولو اجازه وركړې شي۔ د هغوي د بلېك لسټ كولو او هېواد څخه د ويستلو مسئلې دې حل كړې شي ګني هېواد كښی به د بېروزګارۍ شرح زياته شي۔ صوبائ اسمبلۍ د سردار حسېن بابك د قرارداد په يوه خله منظوري وركړه كوم كښې چې وفاق څخه غوښتنه شوې وه چې د پښتنو د بلاك شناختي كارډونو مسئله دې حل كړې شي۔ دغسې صوبائي اسبملۍ د (ن) ليګ سردار اورنګزېب هغه قرارداد هم منظور كړو كوم كښې چې هغه وفاقي حكومت څڅه غوښتنه وكړه چې په هزاره موټروے شاه مقصود انټرچېنج هری پور له د اخستې شوې زمكې د روپو وركولو مسئله دې حل كړې شي۔دغسې غونډې د قائمه كمېټو تشكيل كولو او د چيئرمېن ټاكلو اختيار د اسمبلۍ سپيكر ته د وركولو قرارداد هم په يوه خله منظور كړو
متعلقہ مضامین
-
CIIE to help boost Pakistan’s exports to China: envoy
-
NAB strictly pursuing policy of ‘accountability for all’, says chairman
-
First IG FC Taekwondo Championship begins in South Waziristan
-
RLNG price notification issued by OGRA is in contravention with Petroleum Levy Ordinance 1961
-
Indian Army troops CFV martyrs one, injure three along LoC
-
UN reported 869,770 measles cases in 2019, highest number in 23 years
-
Sugar testing strips disappear from pharmacies in Sialkot
-
Sugar testing strips disappear from pharmacies in Sialkot
-
UN reported 869,770 measles cases in 2019, highest number in 23 years
-
$163,940 transferred to Salman Shehbaz from milkman’s account: report
-
Nasir Butt, Saleem Raza placed on ‘most wanted’ terrorists list
-
6 martyred in AJK including solider, in major aggravation along LOC 10 killed on Indian side