اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې چیف جسټس د اولسي ګټې د كېسونو سماعت كوي٬ ھغوي يو تاريخ رقم كوي٬ ټول پاكستانې قام د چيف جسټس په شا ولاړ دے٬ كه خواجه حارث كروړونه روپۍ فيس نه وې اخستې نو ھغه به هم منلې وې چې د كرپشن په كېس كښې نواز شریف ته سزا پكار ده٬ مخالفه ډله نه ليډر شپ او نه نظريه لري٬ يوازې پېسې بچ كولو لپاره سياست روان دے ٬ د تور كاروبار سپينونكو مخونه زيړ شوي دي٬ د 50 نه زيات كسان به زندان ته ځي۔ د جمعې په ورځ خپل ټويټ كښې فواد چوهدري ووئيل بدمرغي ده چې په دا ډول فول پروف مقدمو ختمېدو كښې كلونه لګي۔ ده ووئيل مخالفه ډله نه ليډر شپ او نه نظريه لري٬ يوازې پېسې بچ كولو لپاره سياست كېږي۔ ده ووئيل په سپريم كورټ كښې خوش اړونكې انكشافات شوې دي٬ چیف جسټس د اولسي ګټې د كېسونو سماعت كوي٬ ھغوي يو تاريخ رقم كوي٬ ټول پاكستانې قام د چيف جسټس په شا ولاړ دې ۔ ده ووئيل مونږ د دوو كالو راهېسې وئيل دې نواز شريف به زندان ته ځي٬ مونږ د شريف كورنۍ په ضد د مقدمو د حقيقت او نوعيت نه خبر يو۔ ده ووئيل د نوازشریف وکیل كه غېر جانبدارۍ سره خبره وكړي نو زمونږ د موقف پلوي به وي۔ ده ووئيل د نواز شریف وكيلانو خو د كروړونو روپو فيس اخستې دي۔ د اطلاعاتو وزير چوهدري فواد
متعلقہ مضامین
-
3200 kites confiscated; 25 kite sellers held during crackdown
-
3200 kites confiscated; 25 kite sellers held during crackdown
-
Workshop on “Future of Business & Digital Media” held at Sargodha University
-
4 injured due to gas leakage blast
-
Maryam, Bilawal lack political stature to become national leaders: Fawad
-
KE to undertake maintenance of North Karachi Grid today
-
Farrukh thanks corporate sector for sharing profit with employees
-
Islamabad air pollution soars amid dry weather
-
SHC orders Sindh govt to provide budget to all hospitals
-
Officials directed to ensure accessibility to public
-
Indoor wedding, events banned in wake of Covid-19
-
Uplift projects to bring prosperity: AJK PM