اسلام آباد ۔ 9ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان سره د سعودي عربستان د اطلاعاتو وزير ډاكټر عواد بن صالح العواد د اتوار په ورځ ملاقات وكړو او ده ته ئې د وزارت عظمی منصب په سنبالو د سعودي مشرتابه لخوا مباركي وركړه۔ د وزيراعظم دفتر لخوا جاري شوي بيان ترمخه د سعودي عربستان د اطلاعاتو وزير د پاكستان اولس او حكومت سره د سعودي مشرتابه لخوا د يو والي څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم عمران خان د نېكو هيلو په څرګندونه د خادم الحرمېن الشريفېن شاه سلمان بن عبد العزيز او د ولي عهد محمد بن سلمان بن عبد العزيز مننه وكړه۔ وزیراعظم د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځھ د مضبوطو دوه اړخيز اړيكو په حاجت زور راوړلو سره دا پائيدار ٬ پراخه بنياد لرونكي او په بشپړه همكارۍ اډانه كوؤنكي وګرځول۔ په دوه اړخيزه اړيكو د اطمينان څرګندونه كولو سره ده دوه اړخيزه مرستې له په بېلو څانګو كښې د لا پېش رفت په حاجت زور راوړو۔ ده سعودي اولس او نجي څانګې ته پاكستان كښې پټروليم ٬ لائيو سټاك ٬ توان او د كركيلې په څانګو كښې د سرمايه كارۍ كولو بلنه وركړه۔ د سعودي عربستان د اطلاعاتو وزير د ستمبر په 7 مه نېټھ په دوه ورځنۍ دوره اسلام آباد ته راغلې وو۔ ده د قومي اسمبلۍ سپيكر ٬ خارجه وزير ٬ د پوځ سرلښكر او خپل پاكستاني همڅنګ سره ملاقاتونه وكړل۔ خپل همڅنګ فواد حسېن سره ملاقات كښی ده د ميډيا په كچه د اړيكو لا زياتولو په حاجت زور راوړو۔ ده د اتوار په ورځ د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د سوګند پورته كولو دستوره كښې هم ګډون وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
Tailgating or tolerance — Your weapon of choice to win the race?
-
CM reviews progress on economic zones project
-
Economic growth through infrastructure development
-
Tailgating or tolerance — Your weapon of choice to win the race?
-
SC accepts appeal by Daniel Pearl’s family against Sheikh’s acquittal
-
Gulf companies keen to invest in Gwadar Free Zone: Asim Bajwa
-
Army captain martyred in clash with terrorists
-
Shehbaz behind bars, once again
-
Senate committee slams CCPO Lahore for conflicting remarks over motorway case
-
Blast at iron scrap dealer’s junkyard kills 5 in Nowshera
-
NAB granted 14-day physical remand of Shehbaz Sharif
-
Blast at iron scrap dealer’s junkyard kills 5 in Nowshera