اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاکستان پرتګال او آئرلېنډ د اروپا مهم هېوادونه دي او پاكستان دواړو هېوادونو سره مرسته زياتولو كښې خوښي لري ٬ سفيران دې په دې لړ كښې په تندۍ سره كار وكړي۔ اولس مشر ممنون حسېن دا خبرې دواړو هېوادونو لپاره نومولې شوو سفيرانو شاه محمد جمال او شجاح عالم سره وكړې چا چې اولس مشر سره د جمعې په ورځ ملاقات كولو۔ په دې موقع نور اعلٰې چارواكي هم موجود وو۔ اولس مشر ووئيل د پاكستان دواړو هېوادونو سره تجارت د صلاحيت او ګنجائش برابر نه دې او د كوم زياتولو لپاره پرله پسې كار كولو ته اړتيا ده ۔ ده ووئيل دواړو هېوادونو سره سياسي او د تجارتي اړيكو نه علاوه كلتوري او په تعليمي څانګو كښې هم اضافې ته اړتيا ده ۔ اولس مشر دواړو سفيرانو ته امر وكړو چې ھغوي دغه هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو سره نزدې رابطه وساتي او د ھغوي مسئلو په هواري بې غوري ونه كړي۔ اولس مشر نومولې شوو سفيرانو ته امر وكړو چې ھغوي د دواو هېوادونو سرمايه كار پاكستان كښې سرمايه كارۍ لپاره راغب كړي۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan expects incoming Chinese envoy to promote business ties, boost CPEC
-
Economic growth through infrastructure development
-
TTS faculty decries HEC ‘failure’ to resolve their issues
-
Healthy lifestyle can help reduce heart diseases, say: experts
-
Army captain martyred in clash with terrorists
-
Pakistan will not ‘back off’ from facilitation of Afghan peace: FM
-
Shehbaz Sharif’s arrest will only ‘add fuel to the fire’: Maryam
-
Shehbaz behind bars, once again
-
Gulf companies keen to invest in Gwadar Free Zone: Asim Bajwa
-
Shehbaz behind bars, once again
-
Money laundering case: non-bailable arrest warrants for Shehbaz’s wife, daughter issued
-
Primary schools open from today across country