اسلام آباد ۔10جون (اے پی پی) تحريك انصاف د قامي اسمبلۍ موده ترسره كوؤنكو يو شمېر غړو ته د ګوند ټكټونه جاري نه كړل۔ انجنئیر حامد الحق، ساجد نواز او د ډاکټر اظهر جدون په شمول د قامي اسمبلۍ يو شمېر پخوانو غړو ټكټونه ترلاسه نه كړې شول۔ د اے پي پي ترمخه د تحريك انصاف لخوا كے پي كے څخه د قامي اسمبلۍ 39 حلقو كښې د 31 حلقو كانديدانو ته ټكټونه جاري كړې شوي دي۔ 8حلقو كښې ټكټونه لا جاري شوې نه دي۔ مراد سعید، سلیم الرحمن،عثمان خان ترکئی،جنید اکبر،خلیل زمان، شهر یار آفریدی،عمران خټک او مجاهد علی ته يو وارې بيا ټكټونه جاري كړې شوي دي۔ داوړ خان کنډی، سراج محمد خان او کرنل (ر) امیر اللہ مروت ته ټكټ نه دې وركړې شوې۔ علی محمد خان په اولني پړاؤ كښې ټكټ ترلاسه كولو كښې كامياب نه شو۔ كال 2013 كښې د كامياب كانديد ډاكټر عامر زمان په ځائې عمر ايوب خان ته ټكټ وركړې شوې۔ پروېز خټک او اسد قېصر ته هم ددوئي په حلقو كښې ټكټونه وركړې شوي۔ جماعت اسلامی څخه پي ټي آئي كښې شامل شوي شېر اكبر خان ته هم ټكټ وركړې شو۔ دغسې ځينې صوبائي وزيرانو ته هم د قامي اسمبلۍ ټكټ وركړې شو
متعلقہ مضامین
-
Pakistan desires to maintain long-term multi-domain ties with Canada: COAS
-
PM accepts Jamshed Cheema’s resignation as SAPM on food security
-
PM accepts Jamshed Cheema’s resignation as SAPM on food security
-
Azam Swati appears in ECP’s hearing today
-
In India, minorities face existential threat amidst rise of saffron terror
-
Pakistan desires to maintain long-term multi-domain ties with Canada: COAS
-
In India, minorities face existential threat amidst rise of saffron terror
-
Pakistan outshine Kiwis, make nation proud
-
President calls for scaling up lady health workers’ strength
-
BISE Rawalpindi extends date for Intermediate special exams
-
Protest march of banned outfit should end: Fawad
-
LHC seeks reply from Pemra over plea against drama advisory