اسلام آباد 09 مارچ(اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره د سري لنكا هائي كمشنر ميجر جنرال(ر)اېل كے جياناته سي پريرا د جمعې په ورځ ملاقات كړے۔په دې موقع وزيراعظم ووئيل د پاكستان او سري لنكا ترمينځه په هر اړخ مرسته روانه ده او د دې لا قوي كولو ضرورت دے۔ده ووئيل بايد دواړه هېوادونه سارك فورم سيمه ايزې مرستې لپاره د يو فعاله پلېټ فام په توګه بحال كولو له په ګډه كار وكړي۔وزيراعظم د سري لنكا مشرتابه لپاره د نيكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔د سري لنكا هائي كمشنر شاهد خاقان عباسي ته د وزيراعظم د چوكۍ په سنبهالولو مباركي وركړه۔ده مذهبي رسوماتو لپاره د پاكستان سفر كوونكو د بدھ مت پيرو كارو ته په آسانيو وركولو د پاكستاني حكومت مننه وكړه۔ده خواست وكړو چې د مهاتاما بدھ متبرك غاښ دے په سري لنكا كښې د وساكه ميلې په مهال نندارتون لپاره وړاندې كولو له دې وركړې شي۔د سري لنكا هائي كمشنر د پاكستان لخوا سري لنكا ته د سرې په وركولو د خپل حكومت لخوا مننه هم وكړه
متعلقہ مضامین
-
Sattar alleges that efforts being made to keep people from voting
-
Fawad’s residence raided, important record and gadgetry recovered
-
ATC issues non-bailable arrest warrants against MQM conveyor, leaders
-
Police stops Bilawal from proceeding to Uch Sharif
-
COAS visits under construction Zalam Kot Tunnel in Malakand
-
Hussain Lawai remanded in FIA custody
-
SJC okays open trial of Justice Shaukat Siddiqui
-
Govt reduces petroleum prices
-
Avenfield case outcome is what I wanted to save Nawaz from: Nisar
-
The limits of representational politics
-
SNT demands accountability of PPP co-chairman Zardari
-
Avenfield case outcome is what I wanted to save Nawaz from: Nisar