اسلام آباد ۔ 31 جنوری (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګڼدا پور وئيلي دي پرمختګ او سوكالۍ له د پاكستان سم او مثبت تشخص په نړيواله كچه رامخې ته كول ضروري دي۔ ده اسلام آباد كښې د نېشنل بنك او ټرېك پاكستان ترمينځھ د پاكستان امېج غوره كولو په اړه د تفاهم يادښت لاس ليك په مهال د خپلو خيالاتو څرګندونه كوله۔ ده ووئيل د تفاهم دا يادښت خوشبينه دے۔ د دې ترمخه به نېشنل بنک غېر ملكي زده كوونكو ته د پاكستان دورې لپاره مرسته وركوي۔ ده ووئيل د نړيوال پوهنتون كوم زده كوؤنكي چې د پاكستان دوره كوي هغوي به د سېلګرۍ ځايونو او كلتور په اړه مناسب دريځ خپلولې شي۔ بېرته تللو سره به دوئي د پاكستان غوره سفيران ثابت شي۔ ده ووئيل دا منصوبه ډېره مهمه ده او دې سره به د پاكستان بېلو څانګو او په خاص توګه د سېلګرۍ څانګې ودې له مرسته ترلاسه شي۔ وفاقي وزير د نشنل بنك په چارواكو زور راوړو چې د ګلګت بلتستان ځائي ودانۍ له په خپلو كورونو كښې مېلمنو لپاره د يوې يا دوو كوټو جوړولو له د سود نه پاك قرض سكيم جاري كړي۔ده ووئيل هېواد كښې د سېلګرۍ څانګې ودې له حكومت وېزه پالېسي نرمه كړې كومې سره به چې د غېر ملكي سېلګرو شمېره زياته شي او د پاكستان معيشت به مضبوط شي
متعلقہ مضامین
-
د پاكستان چين شريك ايوان صنعت او تجارت صدر شاه فېصل آفريدې بيان
-
د شريف برادران پشمول هېواد لوټ كوونكي د قانون منګولو ته سپارلو سره سزا وركول دي۔ نعيم الحق
-
د ابوظهبي ولي عهد شېخ محمد بن زېد النهيان د اتوار په ورځ د پاكستان دوره وكړه٬ د ولي عهد دورې سره به د دواړو هېوادونو د ورورولې اړيكې وده وكړي۔ خارجه دفتر
-
د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن پي ټي وي سره خبرې
-
د سپارکو پرمختيائي كارونو له 3 اربه 11 کروړه روپۍ جاري كړې شوې
-
وزیراعظم عمران خان سره د ساهيوال ډويژن څخه تعلق لرونكو د قامي اسمبلۍ غړو وليدل
-
ملازمت لپاره ماركيټ ته داخلېدونكې هر كس ته جديد تر بيه وركول يو لوي چېلنج دے
-
د سمندري ځواك مشر اېډمرل ظفرمحمود عباسي د پاكستان نيوي كوسټل كمانډ كلن ايفيشينسي كمپيټېشن پرېډ ته خطاب
-
د پیټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير غلام سرور خان سره سچوان چوان زونګ انوسټمنټ كمپنۍ پلاوي وليدل
-
وفاقي وزيرې شېرين مزاري د نېشنل پرېس كلب اسلام آباد نوو ټاكلې شوو مشرانو له مباركي وركړه
-
د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوہ د بهاولپور کور ی سرمائی تربیتی مشقونو پھ مهال د فارمېشنز دورہ
-
د پرمختګ راز او د اولس له بې وزلۍ ويستلو تر ټولو غوره تږلاره معياري تعليم او د روغتيا آسانۍ وركولو كښې ده۔ طالبعلمان او پوهنتونونه دې د مصنوعي ذهانت ترلاسه كولو پلو پام وكړي۔ د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د بلتستان پوهنتون زده كوؤنكو پلاوي سره خبرې