اسلام آباد 12 فروری (اے پی پی) د پاکستان انټر نېشنل ائیر لائن (پی آئی اے ) چیف ایګزیکټو او چیئرمېن ائیر مارشل ارشد محمود وئيلي دي د پی آئی اے مجموعی خسارہ 414 اربه روپۍ ده، د اوپن سکائی پالیسی په وجه پی آئی اے ته زيان رسېدلې او په مالی لحاظ زياتو ستونزو سره مخ يوو ،پی آئی اے كښې يوازې ملازمان نه پائلوټان هم جعلی ډګرۍ لري،تيرو 15 كلونو په مهال د پی آئی اے ملازمانو ډګرۍ نه دې تصدیق شوې۔ده د نهې پھ ورځ د هوابازۍ لپاره د سېنېټ قائمه کمېټۍ ته بريفنګ وركولو۔د سېنېټ د قائمه کمېټۍ غونډه د كمېټۍ چیئرمېن سناتور مشاهد اللہ په مشرۍ كښې وشوه ۔ په غونډه كښې د پی آئی اے مجموعی کارکردګۍ ښه كولو له او په نورو چارو غور وشو۔ د پی آئی اے مشر کمېټۍ ته ووئيل د ښه مارکېټنګ تګلارې او اقداماتو د لارې د ادارې ښه كولو هڅې كوو۔ کمېټۍ ته وئيل شول دا مهال د ایئر فورس 7 افسران په ډیپوټېشن پی آئی اے كښې كار كوي، د هغوي تعیناتی اسټېبلشمنټ ډویژن د اړخه شوې۔ کمېټۍ د پی آئی اے اخوا كړي ملازمان پھ راروانه غونډه كښې راوبلل۔ د پی آئی اے انتظامی چارو پھ اړه وئيل شول پی آئی اے بورډ آف ډائریکټرز چلوي۔ د کمېټۍ غړو اداره ګټه وره جوړولو او مسئلو حل کولو له پھ جنګی بنیادونو د كار كولو تجویز وركړو۔ په غونډه كښې سناتور فیصل جاوید ، ثمینه سعید ، شاهین خالد بټ ، شیری رحمان ، نعمان وزیر خټك او منظور کاکړ سره د هوا بازۍ وزیر محمد میاں سومرو او د پی آئی اے ، سول ایوی ایشن او اعلیٰ چارواكو ګډون كولو
متعلقہ مضامین
-
Senate body unanimously passed “The National Highway Safety Amendment Bill”
-
Mirpur-AJK stands atop for successfully securing Covid-19 vaccination target
-
Sindh govt approves 365 appointments under deceased quota
-
Lawmakers from Sindh repose confidence in Imran Khan
-
Religious scholars should host Ramazan programmes: Qadri
-
Pakistan’s irrigation network serving around 45 million acres land
-
Shehbaz’s statement about national govt ‘extra constitutional’: Fawad
-
Final arguments concludes in couple harassment case
-
7.3-magnitude quake hits east Japan, tsunami advisory issued
-
Pakistan welcomes the debut of Chinese PV inverter
-
Pakistan, Nigeria agree to promote defence cooperation
-
Opposition’s horse trading exposed: CM