اسلام آباد ۔ 27 مارچ(اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير بېرسټر فروغ نسيم وئيلي دي د پوځي عدالتونو په موده كښې د پراختيا په اړه مشاورت روان دے۔ په اتلسم بدلون كښې د لا بدلون په كوم وړاندېز غور نه دې روان ۔ د آصف زرداري په شمول په كومه هم مقدمه كښې د حكومت كومه لاس وهنه نشته۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده انټرنېشنل اسلامك پوهنتون كښې د ” پاكستان كښې د قانون تعليمې موقعو او چېلنجز” په سرخط د دوه ورځني نړيوال كنفرنس پرانستې غونډې ته خطاب څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د پوځي عدالتونو موده جنورۍ كښې ختمه شوې وه۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي په دې لړ كښې سياسي ګوندونو سره مشاورت كوي۔ ده ووئيل د اتلسم بدلون په اړه د وفاقي كابينې په غونډه كښې كومه خبره نه كېږي او نه وزيراعظم عمران خان دې ته د بيا كتنې كومه خبره كړې ده۔ ده ووئيل د 1973ء آئین ذوالفقار علی بھټو جوړ كړې ولې د اتلسم بدلون څخه دا څرګندېږي چې قانون كښې ضروري بدلون كېدې شي۔ ده ووئيل نېب قوانین كښې په اصلاحاتو كار روان دے او د اصلاحاتو ترمخه به د ضمانت اختيار ټرائل كورټ ته ترلاسه وي او پلی بارګېن او رضاکارانه تږلاره كښې به د بدلون په شمول نور تراميم كولې شي۔ ده ووئيل د سپريم كورټ په احكاماتو بايد من وعن عمل وكړې شي۔ ده ووئيل حكومت د نېب په كار كښې هېڅ لاس وهنه نه لري۔ د آصف علي زرداري په شمول د چا په مقدمه كښې هم د حكومت هېڅ كردار نشته بياهم د كرپشن په ضد به ټول ممكنه ګامونه پورته كولې شي۔ دې څخه وړاندې كنفرنس ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل تر ټولو مقدس قانون د لوئے څښتن او قرآن دے۔ مونږ لپاره د لوئے څښتن قانون د بنيادي قانون حېثيت لري۔ د قرآن پاک د اولنۍ وحي “اقرا” څخه د تعليم اهميت په ډاګه كېږي۔ ده ووئيل د قانون تعلیم لپاره په ژبه پوهېدل مهم دي۔ ده ووئيل د سپريم كورټ پرېكړه موجود ده چې اردو به سركاري ژبه وي۔ ده ووئيل تر كومې چې قانون كښې جدت نه وي مونږ به وروستو پاتې شوو ۔ ده ووئيل مونږ په قانون او د قانون په سرلوړۍ باور لرو۔ ده ووئيل نېلسن منډېلا وئيلي وو چې تعليم نړۍ بدلولې شي۔ ده ووئيل د ټولنې په بدلون كښې د وكيلانو كردار ډېر مهم وي۔ وكيلانو له په انصاف اډانه ټولنه جوړول وي۔ كنفرنس ته د انټرنېشنل اسلامک پوهنتون رېكټر ډاکټر معصوم یاسین زئی او د لاﺀ ډيپارټمنټ چیئرمین ډاکټر حافظ حفیظ الرحمن هم خطاب وكړو
متعلقہ مضامین
-
د سعودی ولی عهد شهزادہ محمد بن سلمان د وزیراعظم عمران خان سره بګھی كښې ایوان صدر ته تګ
-
د سعودی ولی عهد شہزادہ محمد بن سلمان له د پاك۔سعودیه اړيكو لا قوي كولو په اعتراف د هېواد تر ټولو اعلیٰ سول اعزاز ’’نشان پاکستان‘‘ وركړې شو
-
خارجه وزير شاه محمود قرېشي به د 24 نه تر 27 فروري د جاپان دوره كوي
-
پخواني اولس مشر آصف علي زرداري مولانا فضل الرحمان سره ملاقات وكړو
-
اولس ته ارزانه برېښنا وركولو لپاره اقدامات كوٶ۔ خسرو بختيار
-
پخوانې وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د قامی اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر په ضد د مقدمو په اړه بیان باندې قامی اسمبلۍ كښې بخښنه وغوښته
-
د خواجه سعد رفيق پروډكشن آرډر نه جاري كول هغه د خپلې سيمې نمائندګۍ څخه محروم ساتل دي۔شاهد خاقان عباسي
-
د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف په طبي بنيادونو علاج لپاره د ضمانت رد كولو پريكړه سمه ده۔ عندليب عباس
-
پاكستان ټول عمري افغانستان كښې امن غوښتلې۔ افغان مفاهمتي عمل يواځې د پاكستان نه بلكې د ټولو همكارانو د ګډې ذمه واري ده۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي
-
د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د امريكې خپل هم څنګ مائيك پومپيو سره ټېلفوني تماس
-
د اسد عمر په مشرۍ كښې توان لپاره د كابينه كمېټۍ غونډه
-
د پاكستان سره په حراست كښې يو هندې پائېلوټ دے۔د پاك پوځ وياند ميجر جنرل آصف غفور