کاکول ۔۔29اپرېل(اے پی پی) د پوځ سرلښکر جنرال سيد عاصم منير وئيلي دي چې ترهګر او د هغوي تسهيل کوونکي په هېواد کښې هېڅ ځاي نه لري، د امن لپاره هڅې بايد کمزوري و نهګرځولے شي، دهېواد دفاع لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتؤ يؤ ، د كشمير مسئلې عادلانه او سولييز حل نه غېر به سيمه اييز امن مبهم پاتې وي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د خالي په ورځ په پي اېم اے كاكول كښې پاسنګ آؤټ دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده وئيل د رياست محور پاكستانې اولس دے ٬ د اولس حفاظت او سلامتيا نه زيات مقدس بل هېڅ څيز نشته۔ ده ووئيل اولنۍ او مهمه ذمه واري رياست سره وفاداري او پوځ ته سپارلي شوي كردار سره تړون دے٬ ده ووئيل دښمن د اولس او پاك پوځ ترمينځه د خلا پېدا كولو هڅې كوي ٬ د اولس او پاك پوځ ترمينځه تړون به ټول عمري له په ځايې ساتلې شي۔ ده ووئيل پاك پوځ خپل فرض ترسره كولو له هر وخت چمتو دے۔ پاك پوځ قومي عزم ٬ د پروردګار په وعده باور لري او د هغه اطاعت كوؤنكے دے۔ د پاك پوځ سرلښكر د قرآن مجيد د سورة بقرې آيت كريمه تلاوت كړو چې ترجمه يۍ دا ده “څومره ځله داسې شوي دي چې د پاك پروردګار په حكم كم قوت زيات قوت ته ماتې وركړې”۔ ده ووئيل په افغانستان كښې استحكام زمونږ سلامتيا لپاره ډېر مهم دے۔ ده ووئيل مونږ د تېرو 5 لسيزو څخه د افغان كډوالو كوربتوب كوؤ۔ ده ووئيل هندي ځواكونه مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه كشميريانو ظلمونه كوي او كشميريان آزادۍ لپاره بې شمېره قربانۍ وركوي۔ د پوځ سرلښکر وويل مونږ به د خپلو کشميري وروڼو سياسي، اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتؤ۔ پاکستان به تل د کشمیر د خلکو سره د دوی د بنیادي بشري حقونو او د خود ارادیت حق لپاره په تاریخي مبارزه کښې ولاړ وي. نړيواله ټولنه بايد په دې پوه شي چې د كشمير مسئلې د منصفانه او پرامن حل نه پرته به سيمه ايز امن تل مبهم پاتے وي۔آرمي چيف پاس آؤټ شويو كېډټس ته مباركي وركړه او هغوي لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔(
متعلقہ مضامین
-
Transferred
-
Panahgahs in Islamabad to be transformed into model facilities
-
16 years of service to humanity
-
NAB reiterates its commitment to root out corruption from Pakistan
-
Zulfiqar Ahmad Ghumman welcomed delegation of UNESCO at town Hall
-
UAF scientist’s study to help technological development
-
Afridi asks youth to project true image of country on digital media
-
Can’t fix everything in just two years: govt
-
Foreign Minister receives UN Secretary General’s Special Representative for Afghanistan
-
A worthy decision
-
HOW TO TELL STORIES” BY NADEEM BAIG ONE-YEAR ONLINE FILM COURSE STARTED AT PNCA
-
NAB Lahore holds declamation contest in Gujranwala